د تدارکاتو ریاست کارکوونکو د یو کلنو کړنو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت د ارزونې ټاکل شوې کمېټې د ملکي خدمتونو د لارښوونې او کړنلارې پر بنسټ، د اسلامي امارت د چارو ادارې عمومي ریاست د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریزکال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د تدارکاتو ریاست د درېیم، څلورم او پنځم بستونو کارکوونکو د یو کلنو کړنو ارزونه د یادې ادارې د استازي په شتون کې ترسره شوه.
یاده ارزونه د اړوندو کارکوونکو له لوري د وړاندې شوي کاري پلان سره سم ترسره شوه، چې موخه یې د دندو په بهیر کې د شته ستونزو پیژندنه، د قوت او ضعف ټکو معلومول، د ارتقاء په اړه پرېکړه، د هڅونې زیاتول، د راتلونکو موخو ټاکل او د کارکوونکو ترمنځ د اړیکو ښه کول دي.