د ټاپي پروژې د رغونې چارې په چټکتیا سره روانې دي

kamran_admin
Wed, Jul 22 2026 2:28 PM
د ټاپي پروژې د رغونې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې د هرات ولایت په مربوطاتو کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳ کیلومټره مسیر له برخې ۱۲۷ کیلومټره مسیر چمتو شوی، ۱۰۶ کیلومتره نللیکه غځول شوې، د ۱۰۸ کیلومټره د څارنې په موخه سړک جوړ شوی، ۷۸ کیلومټره ځای کیندل شوی او ۳۶ کیلومټره نللیکه تر ځمکې لاندې خښ شوې ده. همدارنګه د پروژې لومړي کمپ ته د ۹۸ کیلومټره نللیکې انتقال هم بشپړ شوی دی.
دغه راز د هرات ولایت لپاره د ګازو د وېش شبکې د جوړولو په موخه له افغان شرکتونو سره خبرې روانې دي. په دې لړ کې یوه خصوصي کمپنۍ چمتووالی ښودلی چې شاوخوا ۴۲۰ میلیونه امریکایي ډالر پانګونه وکړي، چې له امله به یې ۳ زره کسانو ته مستقیم او شاوخوا اویا زره نورو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
د معلوماتو پربنسټ دا مهال ټاپي پروژه کې ۵۹۵ افغانان په امنیتي، اداري او تخنیکي برخو کې پر دندو بوخت دي او د هغوی لویه برخه د پروژې د امنیت د تأمین په برخه کې فعالیت کوي.
د یادونې وړ ده چې د دغې سترې پروژې په بشپړېدو سره به هرات ولایت په هېواد کې پر یوه مهم صنعتي مرکز بدل شي. تمه ده چې د طبیعي ګازو په رارسېدو سره به زرګونه تولیدي فابریکې فعالې شي، د انرژۍ په برخه کې به د صنعت او سوداګرۍ لپاره نوي فرصتونه رامنځته شي، د برېښنا د تولید ظرفیت به لوړ شي او د کیمیاوي، پتروشیمي او نورو صنعتي محصولاتو د تولید زمینه به هم برابره شي.

د ټاپي پروژې د رغونې چارې په چټکتیا سره روانې دي

 

Latest news

Thu, Sep 17 2026 6:23 PM
Background image

Afghan and Uzbek Delegations Hold Joint Meeting to Resolve Technical Challenges Related to the Toti Maidan Gas Block

Technical and professional delegation from the Ministry of Mines and Petroleum of Afghanistan has traveled to Tashkent, the capital of Uzbekistan, for the purpose of jointly assessing. . .

Tue, Sep 15 2026 7:14 PM
Background image

Construction Progress on the Herat Section of the TAPI Project Has Reached 80 Percent

Construction works on the Herat section of the TAPI gas pipeline are progressing rapidly across various work areas within Afghanistan, with significant progress achieved in key. . .

Tue, Sep 08 2026 8:20 PM
Background image

Shirzad District Talc Mine Contract Signed

 Mr. Hedayatullah Badri, Minister of Mines and Petroleum, on September 8, 2026 signed the contract for the second block of the Talc Mine located in the Kudi Khel area of Shirzad. . .

BACK TO NEWS