د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې کې له خصوصي سکټور سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۶:۱
xx

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د کنفرانس تالار کې د کان کیندنې 21 لویې پروژو او 121 کوچنۍ کچې کان کیندنې پروژو په اړه غونډه د پالیسۍ مرستیال او د استخراجي برنامو اسانتیا ښاغلي محمدعتیق ذکي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي او د خصوصي سکتور متشبثین په شتون کې تر سره شوه.

لومړی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې  خونې مرستیال رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د وزارت د پالیسۍ مرستیال  محمد عتیق ذکي او د هغوی تخنیکي ټیم له راتګ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه د دې برنامې اصلي هدف په خصوصي سکتور کې د کان کیندنې لوی 21 پروژو او 121 کوچنۍ کچې کان کیندنې پروژو پانګوونې فرصتونو په اړه پوهاوی ورکول دي. چې د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مشرتابه هڅو له لارې تر لاسه شو دي چې د افغانستان خصوصي سکټور لپاره دا یو ښه زېر دی.

ورپسې د وزارت د استخراجي برنامو د پالیسۍ او اسانتیا مرستیال محمد عتیق ذکي د کانونو اهمیت او د کان کیندنې داوطلبۍ پروسې اسانتیا په اړه خبرې وکړې.

چې دا یې لا پېل ده موږ د نویو پروژو د شمېر په اړه د پالیسۍ جوړونکي په توګه چې وروسته به د افغانستان خلکو ته وړاندې شي، چې د دې پروژو له لارې به په مستقیم او غېري مستقیمه توګه خلکو ته کارمونده او په میلیونونو افغانیو عایدات به دولت ته اضافه شي.

د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پالیسۍ په اړه د وزارت د پالیسۍ او استخراج برنامو مرستیال وویل چې مخکې به په غېررسمي توګه صادرېدل. او د خصوصي سکټور او د افغانستان د سوداګرۍ خونې په همکارۍ موږ وتوانېدلو چې دغه پروژې قانوني کړو. او دا خبره باید روښانه کړم چې د لوی کانونه کاري پروسه پېچلې ده چې زموږ وظیفه همدا ده چې د خصوصي سکټور لپاره اسانتیاوې برابرې کړو لکه د جوازونو نیوي کول چې مخکې به یې زیات وخت نیولو اوس په دې باندې کار روان دی چې دغه پروسه الکترونیکي کړي.

په اخر کې هغه زموږ څخه د خصوصي سکټور باور لپاره مننه وکړه او وړاندیز یې وکړ چې یو میکانیزم باید د خصوصي سکټور اسانتیاو لپاره جوړ شي چې ستاسو نظرونو او افکارو پر اساس وي.

وروسته د پانګونې مرستیال او د سوداګرۍ او پانګوونې خونې مدیره  هئیت سلطان محمد صافي، د افغانستان د کانونو د کمېټې رئیس منصور احمدزی او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس توکل احمدیار د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د صادرولو لپاره د طرزالعمل د پلي کیدو هرکلی وکړ او په دې برخه کې یې له وزارت څخه د لا ډیرې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د موضوع په اړه پریزینټیشن د لوی کانونو رئيس سید ذبیح الله شاداب، د قراردادونو تنظیم رئیس محمد همایون رشید، د کانونو د ساتنې کمیټې رئیس خلیل الرحمن ژوند او د تخنیکي کارپوه شمس الرحمن لخوا ګډونوالو ته وړاندې شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی

د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. په وروستیو میاشتو کې د دې سترې اقتصادي پروژې کارونه چټک شوي، چې د عملي چارو بهیر په ښه توګه مخته روان دی. تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۲۴مه نېټه د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ناسته کې. . .

بېرته خبرونه ته