د ټاپي پروژې چارې په چټکتیا سره روانې دي

kamran_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۴:۴۵
د ټاپي پروژې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه د هڅو له امله، په هرات ولایت کې د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د سرحد آباد برخې د جوړولو کار په چټکتیا سره روان دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت هوډ لري چې دا پروژه نه یوازې په هرات ولایت کې بلکې په ټول افغانستان کې د دې پروژې د سمو پلانونو د ډیزاین او پلي کولو له لارې بشپړه کړي. د یادونې وړ ده چې په دې موده کې د سروې کار، د ګازو د نللیکې د لارې کیندل او پرانیستل، د کار ځای ته یې لیږدول، د ګازو د نللیکې لېږدول او نور خدمات ترسره شوي دي، چې زموږ لسګونو هېواد والو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۵:۱۶
Background image

د ټاپي پروژې د هرات برخې رغنیزې چارې د بشپړېدو په درشل کې دي


د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د هرات برخې رغنیزې چارې د پام وړ پرمختګ کړی او تر دې دمه یې شاوخوا ۹۲ سلنه کارونه بشپړ شوي دي.
د معلوماتو له مخې، د افغانستان په خاوره کې د یادې پروژې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د جوزجان ولایت د یتیم تاق سمنټو پروژې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د کانونو او پټرولیم وزارت او ۷۷ ترکي ساختماني شرکت ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې، د جوزجان ولایت د یتیم تاق سمنټو پروژې اکتشافي چارې بشپړې او د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۹:۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سایزمیکي مرکز د ۴.۹ او ۵ درجې په کچه دوه زلزلې ثبت کړې

د کانونو او پټرولیم وزارت د سایزمیکي مرکز د ثبت شویو معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال د لړم میاشتې په ۲۵مه نېټه، د شپې شاوخوا ۱۰ بجې او ۱۵ دقیقې د ۵ درجې په کچه یوې زلزلې د نورستان. . .

بېرته خبرونه ته