د کانونو او پټرولیم وزارت د ریاست دفتر ته نوی رئیس معرفي شو.

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۶ - ۱۲:۷
ss

ښاغلی مولوي مطیع الله حقاني د شېخ محمد جمعه حقاني ځوی چې د شرعیات له پوهنځي څخه فارغ دي، د کانونو او پټرولیم وزارت د ۶۷ ګڼې په حکم 11/9/1400 نېټې او  د افغانستان اسلامي امارات د ریاست الوزرا د عالي مقام 16/5/1443 نېټې 581 ګڼې حکم پر بنسټ تېره ورځ  6/10/1400 نېټې د ښاغلي شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور له لوري د دفتر د عمومي رئیس په توګه د همدې ریاست کارکوونکو ته ورمعرفي کړ.
ښاغلي مولوي مطیع الله حقاني د اماراتو د ملي اړیکو د کمیسیون پخواني سیاسي غړی و او وروسته بیا د هرات هوايي ډګر د سرپرست په توګه یې دنده تر سره کوله. ښاغلي حقاني د افغانستان د اسلامي امارات د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبري هیئت له باور څخه د مننې تر څنګ یې ژمنه وکړه چې د یاد ریاست د کارکوونکو په همکارۍ به خپله دنده په صادقانه توګه پر مخ وړم.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته