په کانونو او پټرولیم وزارت کې د مشرتابه دریمه ناسته وشوه

firoz_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۴ - ۱۶:۱۲
124

 

د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبري هیئت د روان کال دریمه ناسته د کانونو او پټرولیم وزارت ځای ناستې وزیرې اغلی نرګس نهان په مشرۍ؛ چې د همدې وزارت مرستیالانو او رئیسانو په ګډون د دې وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.

غونډه د اجنډا مطابق د قران کریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، چې په لومړي سر کې د کانونو او پټرولیم وزارت  دفتر رئیس ښاغلي نورلحق فرید لخوا د ترسره شویو کارونو راپور، او د تیرې ناستې د پریکړو د پلي کولو او د جمهوري عالي مقام ریاست هدایات وړاندې کړل.

د دې په تعقیب سره د پټرولیم عمومي ریاست مسؤولینو، د(CNG)طبیعي ګاز دستګاه د قرارداد غځونې په اړه د ګډې کمیټې معلوماتو راپور وړاندې کړ؛ نو په همدې وجه فیصله وشوه چې یاد قرار داد دې د ذکر شویو معلومو شرایطو په نظر کې نیولو سره د قانوني اجراتو له مخې ترسره کړي.  

د دې ناستې بله برخه، د جیولوژیکي معلوماتو ریاست مسؤولینو د کندهار د سمنټو پروژې کوردینات او څه ډول د موجوده ستونزې په لرلو سره په سیمه کې د صنعتي پارکونو د پلي کولو په پار بحث وکړ. چې په اخر کې، په دې فیصله وشوه چې د کانونو او پټرولیم وزارت او ښاري پراختیا او ځمکې وزارت ګډ هیئت دې، ساحې ته له تګ او ارزیابې وروسته خپل ګزارش وړاندې کړي.

او همدا ډول، اداري ریاست د کنړ ولایت د کانونو ریاست د ځمکې ساحه چې د دې ولایت د پوهنتون په حریم کې موقعیت لري، معلومات وړاندې کړل، چې د دې موضوع لپاره پریکړه وشوه چې ذکر شوي مسأله دې د لوړو زده کړو وزارت او کابینې لطرفه فیصله کړي.

او د ناستې په پای کې د کانونو ریاست تفتیش کاري راپور وړاندې شو چې په هغه کې په بغلان ولایت کې د چونې ډبرو د نیول کیدو، په سمنګان ولایت کې د امتیازو(رویالتي) اخیستو او همدارنګه په بلخ ولایت کې د امتیازو (رویالتي) اخیستنې په باره کې بحث وشو، تر بحث وروسته ذکر شویو ستونزو لپاره لازم لارښوونې ورکړل شوې.

چې دغه ناسته د خیر دعا په کولو سره پای ته ورسیده

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته