ښاغلی مولوي عبدالودود حقاني د پلان، څارنې او ارزونې عمومي رئیس په توګه معرفي شو

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۱۴:۵۹
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزرا محترم مقام د حکم په اساس ښاغلی مولوي عبدالودود حقاني د پلان، څارنې او ارزونې عمومي رئیس په توګه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور له لوري د یاد ریاست کارمندانو ته ور وپېژندل شو.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په چارو کې ورته د بریالیتوب هیله وکړه او زیاته یې کړه: په اداراتو کې بدلون یو اصل دی او د کار د ښه والي په موخه ترسره کېږي.
د پلان، څارنې او ارزونې عمومي رئیس د وزارت د مشرتابه له باور څخه مننه وکړه، ژمنه یې وکړه چې د چارو په ښه توګه مخته وړلو کې به خپلې هڅې ګړندی کړي، له همکارانو څخه یې د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې ښاغلي مولوي عبدالودود حقاني مخکې د بدني روزنې د عمومي رئیس په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته