د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت په نړیوال سازمان (EITI) کې د افغانستان د غړیتوب د بیاځلې ترلاسه کولو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

firoz_admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۰ - ۱۳:۳۲
fff

افغانستان له ۲۰۱۰ کال راهیسې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت سازمان غړیتوب لري‌ چی د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کال د اجرااتو پر بنسټ یې غړیتوب په یاد سازمان کې له ځنډ سره مخ شو.

د کانونو او پټرولیم وزارت په تصدیو کې د اصلاحاتو او د قراردادونو او جوازونو د ورکړې په پروسه کې د شفافیت د ټینګښت سربېره، د حکومتي چارواکو، مدني ټولنې او خصوصي سکتور په ګډون د څو اړخیز ګروپ (MSG) منظمې غونډې ترسره کړې. سربېره پردې یې د اعتبار ورکړې د دویمې پروسې د معیارونو په پوره کولو کې غوره پرمختګونه درلودل.

افغانستان د یاد سازمان د بورډ د نننۍ غونډې د پریکړې پر بنسټ خپل غړیتوب بېرته ترلاسه کړ او له دې سره یې د جینیوا د ګډې حساب ورکړې ۱۲.۵ شمېره شرط هم پوره کړ.‌

د کانونو او پټرولیم وزارت د استخراجي صنایعو د سکتور ټولو شریکانو او هېوادوالو ته ددغې سترې لاسته راوړنې مبارکي وایي او د شفافیت د تامین لپاره د EITI د ټولو معیارونو تطبیق ته له خپلې ژمنې ډاډګیرنه ورکوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ټاپي پروژې له روانو رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه. 
دیادې لیدنې په لړ کې یې د پروژې د پرمختګ کچه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

بېرته خبرونه ته