په هرات ولایت کې د استخراجي برنامو او فعالیتونو هراړخیزه ارزونه وشوه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
bvc

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او استخراجي برنامو معین محمد عتیق ذکي، هرات ولایت ته د خپل سفر په لړ کې، د دغه ولایت د استخراجي برنامو هراړخیزه ارزونه وکړه او د خصوصي سکتور له استازو سره یې د جلا کتنو په لړ کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

د پالیسۍ او استخراجي برنامو معین د هرات ولایت د کانونو او پټرولیم وزارت له ولایتي واحد سره په جلا کتنه کې د دوی ستونزې وارزولې او په چارو کې د لا بهبود په موخه یې دوی ته لازمې سپارښتنې وکړې. سربېره پردې یې، د افغانستان د روڼتیا نوښت سازمان په غونډه کې هم ګډون او وینا وکړه.

محمد عتیق ذکي، د خپل سفر په لړ کې، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې د خونې له رئیس او غړو، د صنعت او کانونو د خونې له رئیس او غړو، د ښځو د سوداګرۍ خونې له رئیس او غړو او د خصوصي سکتور له استازو سره هم وکتل او د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل. په دې غونډه کې، د پانګونې لپاره د شته فرصتونو او د اسانتیاو د ایجادولو په اړه هم هراړخیز بحث وشو.

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او استخراجي برنامو معین د خپل سفر په وروستۍ ورځ، د مرمر د ډبرو د فابریکو په شمول، د استخراجي صنایعو د سکتور له نورو صنعتي فابریکو څخه هم لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته