هرات ولایت ته د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکار سفر

urgent_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۳:۳
هرات ولایت ته د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکار سفر

د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي، د لویو کانونو رئیس حافظ انجنیر ابوبکر امیني هرات ولایت ته یې د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کانونو ریاست له کار کوونکو سره له لیدنې وروسته د سمنټو له پروژې، د نمک سارمالګې کان، د غوریانواوسپنې، پښتون زرغون اوسپنې، د سبزک ډبرو سکرو  له کانونو څخه لیدنه وکړه. 
د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکار د خپل سفر پر مهال  د دغه ولایت داوسپنې کان څلورم بلاک له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه او د کان کیندنې شرکت مسوولینو سره یې د استخراج، اکتشاف او پروسس په برخه کې د پلان سره سم د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه او د چارو پر چټکتیا یې ټینګار وکړ.
 په پای کې یې د اړوندو کانونو مسوولینو ته د کاري بهیر د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته