د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د میتال مایننګ شرکت له استازي سره وکتل

firoz_admin
Sun, Jun 05 2022 12:45 PM
تات

د افغانستان د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د یکشنبې په ورځ 15/3/1401 نیټې د  میتال مایننګ شرکت له استازي او ورسره مل پلاوي سره په خپل دفتر کې وکتل.

په دغه کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ښه راغلاست ویلو تر څنګ یې د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په اړه بحث او خبرې وکړې.

د  میتال مایننګ شرکت استازي او ورسره مل پلاوي د کانونو او پټرولیم وزارت له میلمه پالنې څخه مننه وکړه او د افغانستان په کانونو په ځانګړې توګه د کرومایټ په کانونو کې یې د پانګونې غوښتنه وکړه.

 

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د افغانستان د کانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: چې ټول کورني او بهرني شرکتونه کولاى شي د هېواد او کانونو له قانون سره سم د داوطلبۍ له لارې د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي او همدراز یې وویل، چې په اوسنیو شرایطو کې خصوصا د امنیت له پلوه د افغانستان په کانونو کې د پانګونې لپاره بهرنیو پانګوالو جلبولو ښه فرصت دی.

 

 

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS