د لویو کانونو پروژو د داوطلبۍ په اړه معلوماتي غونډه تر سره شوه

firoz_admin
Sat, Aug 13 2022 5:09 PM
sss

د کانونو او پټرولیم وزارت، د مالیې، د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ ، د انرژۍ او اوبو وزارتونو او د چاپیریال ساتنې ادارې تر منځ د هرات ولایت د غوریانو اوسپنې او د غور ولایت د سرپ او جست پروژو د داوطلبۍ اسنادو د ارزونې په موخه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ نن شنبه 22/5/1401 نېټې د وزارت په مقام کې غونډه تر سره شوه.
په غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یادو پروژو د جزئیاتو په اړه د هر اړخیزو معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ د کانونو او پټرولیم وزارت د لویو کانونو ریاست د پروسې او د مخکیني ارزونې د پوښتنلیک د څرنګوالي او د بعضو داوطلبانو په اړه د پرزنټيشن له لارې معلومات وړاندې کړل.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS