د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

kamran2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۲۰:۴۷
news

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د پلي کېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي. دا مهال د پروژې په بېلابېلو برخو کې د مسیر چمتو کول، د نللیکو او اړینو تجهیزاتو لېږد، د جرونو کیندنه، د نللیکو وېلډینګ او د نللیکو خښولو چارې په منظم ډول دوام لري.
د وروستیو پرمختګونو له مخې تر اوسه د نللیکې ۱۰۱ کیلومټره نللیکه غځول شوې او ۱۲۶ کیلومټره مسیر( دهلیز) چمتو شوی او همدارنګه ۱۰۸ کیلومټره نښلوونکی د څارنې سړک جوړ شوی دی. سربېره پر دې د نللیکې د خښولو لپاره د ۷۰.۲ کیلومټرو په اوږدوالي جرونه کیندل شوي او تر دې دمه شاوخوا ۳۶ کیلومټره نللیکه تر ځمکې لاندې خښه شوې ده.
د پروژې د راتلونکو پړاوونو د چټک پلي کېدو په موخه، ۸۹.۵ کیلومټره نورې نللیکې هم د پروژې ساحې ته لېږدول شوې دي، څو د رغنیزو چارو بهیر لا چټک پرمخ ولاړ شي.
د ټاپي د ګازو نللیکې پروژه د افغانستان له مهمو ستراتیژیکو او اقتصادي پروژو څخه ده، چې په بشپړېدو سره به د انرژۍ د لېږد، د ترانزیټي عوایدو د زیاتوالي، د کارموندنې فرصتونو د رامنځته کېدو او اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

news

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د جبل‌السراج د سمنټو د دویمې کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٥ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ١٨مه نېټه د جبل‌السراج د سمنټو د دویمې کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په همدې مناسبت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۲۳:۴۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي پلټنې رئیس د ولایتونو د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې ریاست د خپل کلني پلان له مخې، د هېواد د طبیعي زېرمو د قانوني او معیاري استخراج د بهیر د لا ښه والي په موخه، د پروان او کونړ ولایتونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۹:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکمنستان له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۱۶مه، د سه‌شنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف سره وکتل.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته